Sunday, December 6, 2015

جوانان در باره وحدت ملی چه می گویند؟

متصدی: بصیر محمدی

معصوم الکوزی، محصل رشته روابط بین الملل و دیپلوماسی

از آنجایکه جوانان ستون اصلی جامعه را تشکیل می دهند و اساس نظام را استوار تر نگه میدارند. نسلی که با نیروی بشاش پر توان و با جد و جهد در راستای علم و دانش قدم گذاشته و آینده را برای همنوعان خود به ارمغان میاورند. این جوان می توانند با همکاری و هماهنگی های بدور از هر نوع تبعیض قومی، لسانی، نژادی و مذهبی در پهلوی همدیگر قرار گرفته به درخشنده گی آینده بیافزایند. جوانان با زدودن تبعیض و تعصب قومی، نژادی، مذهبی می توانند زیر یک چتر واحد وحدت ملی را بوجود آورند، نشاط و جوشش جوانی را صرف خدمت به هموطنان خویش بگردانند. ما باید مدافع همدیگر باشیم  و در برابر ظلم استبداد ایستاده گی نمایم.
سه دهه دهه جنگ به ما آموخت که بی اتفاقی، نا آرامی، بی ثباتی، یاس و نا امیدی را ببار می آورد.اکنون وقت آن فرا رسیده است که راه همدیگر پذیری در پیش بگیریم و در راستای  انسجام و وحدت ملی کار نمایم. وحدت ملی از ایجاد جامعه مدنی شکل میگیرد و جامعه مدنی در نگاه فیلسوفان سیاست، همان جامعه است که قانون مداری ، انتخابات آزاد و آزادی بیان از ارکان سازنده آن است. کسانیکه به تعصبات قومی دامن میزنند در دایره اسلام بنام منافق معرفی گردیده است و درحدیثی از پیامبر اسلام (ص) روایت شده که مهربانی مفرماید: کسی که به قوم گرایی دعوت کرد از ما نیست، کسی که بخاطر قوم گرایی جنگید ازما نیست، و کسی که درین راه مرد از ما نیست. پس تعصبگر از دین خارج و در اسلام جای برای وی نیست.

عبدالروف جرئت، محصل رشته روابط بین الملل و دیپلوماسی
دریو لسیزو جگړو که له یوې خوا د هیواد په اقتصادی ، تعلیمی او اجتماعی بنسټـونو باندې منفی اغیزې و کړی او زموږ هیواد ئې وران ویجاړ او په کنډواله بدل کړ خو له بلې خوا ئې د قومونو په یوالی او اتحاد هم تر یوې اندازې بدې پایلې درلودی. د دې هیواد وروڼه قومونه چې د تاریخ په اوږدو کې ئې تل یو د بل په خوا کې په سوله ایز ډول ژوند کړی وو او په هر وخت کی چی هیواد ته خطر پیدا شوی وو په گډه ئی د هیواد نه په کلکه او د خپلو سرونو په قربانولو دفاع کړی وه هیڅکله ئی هم په خپلو منځو کی په ژبنی او قومی لحاظ کوم مشکل نه درلود چی دا حالت ډیرو افغان دښمنه کړیو ته د زغملو وړ نه وو او تل ئی کوشش کاوو تر څو په هره ممکنه وسیله دا یوالی او اتحاد له منځه یوسی.
خارجی عوامل هغه هیوادونه دی چی دوی کوشش کوی په مختلفو ډولونو باندی زموږ په هیواد کی د قومونو ترمنځ دشمنی را منځ ته کړی ځکه دوی پوهیږی چی تر هغه وخته چی دا قومونه په خپل منځ کی سره متحد وی دوی نشی کولای په دی هیواد کی خپلو نا مشروع موخو ته ورسیږی. په 19 پیړی کی انگریزانو زموږ د هیواد د اشغال لپاره دهمغی مشهوری پالیسی نه کا راخیست چی تفرقه واچوه او حکومت و کړه انگریزان کله چی زموږ هیواد ته راغلل  نو ډیر تلاش ئی  و کړ تر څو د مجاهدینو د رهبران تر منځ تفرقه واچوی مگر و نتوانیدل ، همغه وو چی ډیره شرمناکه ماتی ئی و خوړه او سره له دی چی دوی د همغه وخت د ڼړی یو ستر پوځی طاقت وو او د دوی په آمپراطوری کی لمر نه ډوبیده ولی د افغانستان د خوار هیواد نه ئی داسی ماته و خوړه چی د دوی ماتی او د افغانانو زړورتیا او میړانه د ډیرو نورو هیوادو لپاره د عبرت درس شو.
داخلی عوامل ، د خارجی عواملو په څنگ کی ځینی وطن پلرونکی او په شخصی گټو مین اشخاصی او ډلی دی چی په داخل کی د قومونو تر منځ اختلافاتو ته لمن وهی او همغه د انگریزانو، شورویانو او ایرانیانو تبلیغان کوی او داسی تبلیغ کوی چی گویا پښتنو د نورو قومونو حقوق تر پښو لاندی کړی دی او دغه اشخاص او ډلی ځانونه د هزاره گان  تاجکانو  ازبکو مشران او نماینده گان بولی  مگرم دوی دا کارونه یوازی او یوازی د امتیازاتو د اخیستو لپاره کوی او کله ئی چی امتیازات واخیستل نو بیا خبره ختمه شی. دافغانستان خلک او قومونه لکه مخکی چی می وویل په سلهاوو کلونه یو دبل سره څنگ په څنگ سوله ایز ژوند کړی. که چیری دا په خپلو گټو مین او خود غرض مشران نه وی فکر نکوم چی هیڅ یو قوم دی له بل قوم سره مشکل ولری . زما په اند د افغانستان قومونه په یوه بڼ کی د گلانو بڼه لری هر گل ځانته ښایسته او ځای لری او د هر گل په و چیدو د بڼ ښکلا له منځه ځی. نو باید هیڅکله د قوم او ژبی په لحاظ دخلکو تر منځ اختلافاتو ته لمن و نه وهو او نه هم خارجی عواملو ته زمینه برابره کړو چی موږ په مختلفو نومونو سره وویشی او دوی په موږ حکومت و کړی. هغه د پښتو متل ده چی وائی ” که تا ویل چی زه یم او ما ویل چی زه یم ، نه به ته ئی نه به زه یم ، او که ما ویل چی ته ئی او تا ویل چی ته ئی ، هم به ته ئی هم به زه یم ”

حفیظ الله ریحان

ځوان په ټولنه کې هغه خلک چې په یوه وطن کې اوسیږي ګټه او زیان یې یو وي، دیول واکمن امرته یې غاړه ایښې وي له یوه بیرغ لاندې راټولیږي او مشترک تاریخ لري یو ملت بلل کیږي. افغانستان یو وطن دی، ددې وطن ټول اوسیدونکي یو ملت دی،ددې ملت نوم افغان دی. په یوه ملت او ټولنه کې د انسان مختلف قسمونه ژوند کوي. دلته له مختلف څخه موخه ښځه ، نر،ځوان،زوړ او ماشوم دی. دلته زموږ بحث له پورته مختلفو قسمو دانسانانو څخه دځوان ونډه په یوه سالمه ټولنه کې ده. ځوانان دټولنې مهم غړي دي،ټولنه ددوی د کړو وړو پورې مربوطه ده، دهرې ټولنې قسمت دهغوی دځوانانو په لاسونو کې دی ،که دغه طبقه نیک او سالمه وي، ټولنه ښه وي، که دوی بې پروا بې مسولیته او دبدو عملونو خاوندان وي ، ټولنه به په رنګ رنګ بدبختیو او کړاونو اخته وي،ځوانان په ټولنه کې دملا تیر په څېر دی په کار دی چې ، هرځوان اول بدني روزنه او ورپسې بیا تعلیمي معیارونو سره سره اخلاقي او ایماني اړخ ته زیاته پاملرنه وکړي، دا خبره دیو ځوان یا زلمي لپاره یو بنیادي خبره ده. نن سبا زموږ په ټولنه کې د ځوانانو رهبري او روزنه په سالمه توګه نه ترسره کیږي. که چېرې دمشرانو ګټې له نا روا لارو څخه لاسته راځي ، ځوانان دبدۍ په خوا اړوي. تاسې ګورﺉ چې په ټولنه کې دځوانانو ترمنځ دفساد او بد بینی لپاره هرقسم هڅې روانې دي،ځوانانوڅخه ابزاري استفاده کیږي. ځوانان باید خپل مسولیت ته متوجه شي، ددې لپاره چې یوه خوا د ټولنې مسولیت ورپه غاړه ده له بله پلوه دینی فرایضوته هم غاړه کیږدي، که چېرې دشیطان مکراو دټولنې ناوړه سیاسي حالات یې تېر باسي او دنیایي ښکلا یې ځانته راکاږي ، نو راتلونکي کې دې دتیارو کندو انتظار وباسي.







No comments:

Post a Comment